د افغانستان لپاره د روسيې د جمهور رئيس ځانګړى استازى ضمير كابلوف وايي، په افغانستان كې واك ته بېرته د طالبانو رسېدل او د دوى له لوري د قدرت انحصار له اټكله لرې نه دى.
د روسيې د بهرنيو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې، كابلوف په واشنګټن كې د افغانستان د سولې لپاره د امريكا د بهرنيو چارو وزارت له ځانګړي استازي زلمي خليلزاد سره تر ليدنې وروسته وويل، د افغانستان د ستونزې حل ژر امكان نه لري، ځكه افغانان له ۴۰ كلونو راهيسې په جګړه كې دي، خو په وينا يې، په دغه هېواد كې ټول لوري له جګړې خسته شوي او د سولې غوښتونكي دي.
نوموړي ټينګار كړى، افغانانو ته بايد دا زمينه برابره شي، چې خپله راتلونكې په خپله وټاكي.
د يادولو ده، چې په روسيه كې تراوسه د افغانستان د سولې په اړه دوه غونډې شوي، چې په يوې كې يې يو شمېر افغان سياستوالو د طالبانو له استازو سره مخامخ خبرې وكړې.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


