د پاكستان لومړي وزير عمران خان د خپل هندي سيال نرېندرا مودي د هغه پيغام هركلى كړى، چې د پاكستان ورځې په مناسبت يې په كې پاكستاني ملت ته مباركي ويلې او نېكې هيلې يې وړاندې كړې دي.
مودي ويلي، اوس د دې وخت دى، چې د هند د نيمې وچې خلک له ترهګرۍ او تاوتريخوالي په پاك چاپېريال كې د جمهوريت، امنيت، پرمختګ او ټيکاو لپاره ګډ کار وکړي.
بل پلو د پاكستان لومړى وزير عمران خان د خپل هندي سيال نرېندرا مودي د پيغام د هركلي ترڅنګ وايي، له هند سره بايد د كشمير مسئلې د حل په هدف مذاكرات او د خپلو خلكو لپاره د امنيت او خوښۍ پر بنسټ نوې اړيكې پيل كړي.
دا په داسې حال كې ده، چې تېره ميلادي مياشت د هند تر كنټرول لاندې كشمير كې پر هندي ځواكونو تر ځانمرګي بريد وروسته، چې له كبله يې لسګونو هندي سرتېرو ته مرګ ژوبله واوښته او مسووليت په پاكستان كې مېشتې جيش محمد ډلې ومانه، د اسلام اباد او نوي ډيلي ترمنځ كړكېچ لا زيات شو.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


