نامعلومو وسله والو په ولسي جرګه كې د اروزګان د خلكو استازى عبيدالله باركزى نن ماسپښين په كندهار كې وژلى دى.
د كندهار د امنيه قوماندانۍ وياند احمد شاه احمدزي كليد ته وويل، باركزى په يوه تروريستي بريد كې د كندهار ښار د شپږمې ناحيې په شهر نو سيمه كې ووژل شو.
د عبيدالله باركزي د وژنې مسووليت تراوسه كومې وسله والې ډلې نه دى منلى او وسله والو طالبانو په دې پېښه كې خپل لاس لرل رد كړي دي.


