د هېواد د سړو سيمو په ښوونځيو كې نن سهار د ۱۳۹۸يم ښوونيز كال زده كړې پيل شوې.
د پوهنې وزارت له ټولو ښوونكو او زده كوونكو له مهالوېش سره سم په ټاكلي وخت خپلو ښوونځيو ته د حاضرېدو او د زده كړې بهير د پيلولو غوښتنه كړې ده.
د يادونې وړ ده، چې اوسمهال په هېواد كې شاوخوا ۱۰ ميليونه زده كوونكي زده كړې كوي او ميليونونه نور ماشومان په ځانګړې توګه نجونې له زده كړې بې برخې دي.
د پوهنې وزارت تاييدوي، چې امنيتي ګواښونه، اقتصادي ستونزې او کلتوري محدوديتونه د نجونو د زده کړې په وړاندې ستر خنډونه دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


