د سالنګونو د ساتنې او څارنې مسوول عبدالبصير حبيبي وايي، له مخكې نه د جوړ شوي مهالوېش له مخې د سالنګ لويه لار د روانې وري مياشتې له لومړۍ تر درېيمې نېټې د هېواد له جنوبه شمال ته د تلونكو بار وړونكو موټرونو پر مخ بنده ده.
نوموړي نن سهار كليد ته وويل، كه څه هم په سالنګونو كې واوره ورېدنه دوام لري، خو لاره د نورو موټرونو پر مخ پرانيستې ده.
حبيبي زياته كړه، تېره شپه هلته له طوفان سره مل واوره ورېدنه روانه وه، خو كار كوونكو يې نن سهار شپږ بجې د لارې پاكولو كار پيل كړ او د موټرونو په وړاندې هېڅ ډول ستونزه شتون نه لري.
دا په داسې حال كې ده، چې د سالنګ لويه لار له تېرو څو مياشتو راهيسې نېږدې ۱۰ وارې د ټرافيكو پر مخ تړل شوې ده.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


