ټاكل شوې د هند د كركټ غوره ليګ يا آى پي اېل د ۱۲م پړاو ۲۰ اوريزې سيالۍ د افغانستان په وخت نن ماخوستن اووه بجې پيل شي.
په دې سياليو كې د چناى سوپر كينګز، سنرايزرز حيدراباد، كلكته نايټ رايډرز، راجستان رويالز، ډيلي كپيټلز، ممبيي انډينز، كينګز الېون پنجاب او رويال چلېنجرز بنګلور په نومونو اته لوبډلې لوبېږي.
د آى پي اېل په سږنيو سياليو كې د نورو هېوادونو پر لسګونو لوبغاړو سربېره درې افغان لوبغاړي راشد خان، محمد نبي او مجيب الرحمان هم ګډون لري.
راشد خان او محمد نبي به د سنرايزرز حيدراباد لوبډلې او مجيب الرحمان به د كينګز الېون پنجاب لوبډلې په ګټه ولوبېږي.
بايد وويل شي، چې د هند د كركټ د غوره ليګ د تېر كال په سياليو كې افغان لوبغاړي په ځانګړې توګه راشد خان ښه وځلېده.
د تېر كال اتله لوبډله چناى سوپر كينګز به د سږني آى پي اېل لومړۍ لوبه نن شپه د رويال چلېجنرز بنګلور له لوبډلې سره ترسره كړي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


