ads

خليلزاد د افغانستان لپاره د روسيې، چين او اروپايي ټولنې له ځانګړو استازو سره ليدلي

د افغانستان د سولې لپاره د امريكا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خليلزاد په واشنګټن كې د افغانستان لپاره د روسيې، چين او اروپايي ټولنې له ځانګړو استازو ضمير كابلوف، دينګ شي جون او كوبيا سره په جلا توګه كتلي دي.

نویسنده: mayar
3 وری 1398

دغو چارواكو په يوه څلور اړخيزه غونډه كې هم حضور پيدا كړى او پر افغان سولې غږېدلي دي.
خليلزاد نن پر خپله ټويټر پاڼه ليكلي، ټولو لورو د يوه خپلواك هېواد په توګه د افغانستان حاكميت ته پر درناوي ټينګار وكړ او په دې هېواد كې د سولې ټينګېدو غوښتونكي شول.
دى وايي، روسيه، چين او اروپايي ټولنه يو داسې افغانستان غواړي، چې له خاورې يې د هغوى ګټې ونه ګواښل شي.
خليلزاد تر دا مهاله د قطر په پايتخت دوحه كې د طالبانو له استازو سره پنځه وارې ليدلي دي.
دواړو لورو اعلان كړى، چې په مذاكراتو كې يې پرمختګ شوى دى.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA