ads

په كابل كې پسرلنى كرنيز نندارتون پرانيستل شو

د كابل په بادام باغ سيمه كې نن سهار كې د بزګر مېله او ۲۲م پسرلنى كرنيز نندارتون پرانيستل شو، چې پنځه ورځې به دوام ولري.

نویسنده: mayar
2 وری 1398
په كابل كې پسرلنى كرنيز نندارتون پرانيستل شو

د كابل په بادام باغ سيمه كې نن سهار د بزګر مېله او ۲۲م پسرلنى كرنيز نندارتون پرانيستل شو، چې پنځه ورځې به دوام ولري.
د كرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د خصوصي سكټور د پراختيا رئيس حبيب الله حبيبي په دې اړه جوړې شوې غونډې ته وويل، په سږني نندارتون كې ۲۳۰ غرفې پرانيستل شوي، چې ۶۱ يې د افغان ښځو لاسي صنايعو ته ځانګړې شوې دي.
نوموړي د دغه نندارتون د جوړولو هدف د افغاني توليداتو پېژندنه او ورته بازار موندنه وښوده، ترڅو كورني او بهرني سوداګر ورسره اشنا شي.
د حبيبي په خبره، د كرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د توليد پر معياري كولو سربېره د سيمې او نړۍ بازارونو ته د افغاني محصولاتو معرفۍ ته ژمن دى.
بل پلو د كرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزير نصير احمد دراني په ياده غونډه كې له بزګرانو سره په بېلابېلو برخو كې د مرستې ژمنه وكړه او ويې ويل، سږ كال به په هېواد كې ۱۲ لويې سړې خونې او څلور عصري مسلخونه جوړ كړي.
د يادونې وړ ده، چې د بزګر ورځ هر كال د وري مياشتې په دوهمه نېټه په شاندارو مراسمو سره نمانځل كېږي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA