ads

په غزني كې په يوه مياشت كې ۷۴ وسله وال طالبان وژل شوي

د غزني ولايتي چارواكي په تېره يوه مياشت كې په دې ولايت كې د لسګونو وسله والو طالبانو د وژل كېدو خبر وركوي.

نویسنده: mayar
2 وری 1398
په غزني كې په يوه مياشت كې ۷۴ وسله وال طالبان وژل شوي

د غزني ولايتي چارواكي په تېره يوه مياشت كې په دې ولايت كې د لسګونو وسله والو طالبانو د وژل كېدو خبر وركوي.
د غزني د والي وياند محمد عارف نوري نن كليد ته وويل، هلته په ياده موده كې افغان كومانډو او ځانګړو ځواكونو د غوڅ ملاتړ ماموريت د سرتېرو په هوايي ملاتړ شاوخوا ۶۰ مورده عمليات ترسره كړي دي.
نوموړي زياته كړه، په دغو عملياتو كې، چې د غزني په مركز او اندړو، ده يك، قره باغ، اب بند، واغظ، ګيرو، ناوې او مقر ولسواليو كې ترسره شوي، ۷۴ طالبان وژل شوي او د هغوى اووه عرادې موټرونه، ۱۸ عرادې موټر سايكلونه، ۸۲ ميله بېلابېل ډوله وسلې او زياته اندازه چاودېدونكي توكي هم له منځه وړل شوي دي.
د نوري په وينا، په دې عملياتو كې څو ميله وسلې افغان ځواكونو ترلاسه كړي او په كې امنيتي سرتېرو ته زيان نه دى اوښتى.
وسله والو طالبانو تر دا مهاله په دې تړاو رسنيو ته څه نه دي ويلي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA