ads

په افغانستان كې دوه امريكايي سرتېري ووژل شول

د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموريت وايي، په افغانستان كې نن د عملياتو په مهال دوه امريكايي سرتېري وژل شوي دي.

نویسنده: mayar
2 وری 1398
په افغانستان كې دوه امريكايي سرتېري ووژل شول

د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموريت وايي، په افغانستان كې نن د عملياتو په مهال دوه امريكايي سرتېري وژل شوي دي.
د ياد ماموريت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه كې په دې اړه نور جزيات نه دي وركړل شوي او د وژل شوو امريكايي سرتېرو نومونه يې هم نه دي په ډاګه كړي.
بلخوا يوې امنيتي سرچينې رسنيو ته ويلي، دا پېښه په كندوز كې رامنځته شوې ده.
د دغو دوو امريكايي سرتېرو په وژل كېدو سره په روان ۲۰۱۹م ميلادي كال كې په افغانستان كې د وژل شوو امريكايي سرتېرو شمېر څلور تنو ته ورسېد.
د ۲۰۱۵م ميلادي كال له پيل راهيسې تر دې دمه په افغانستان كې د امريكا ۶۵ سرتېري وژل شوي دي.
دا مهال په دغه هېواد كې شاوخوا ۱۴۰۰۰ امريكايي سرتېري مېشت دي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA