ads

په اروزګان كې د خالد په نوم پوځي عمليات ترسره كېږي

د اروزګان امنيتي چارواكي وايي، په نوي ۱۳۹۸يم لمريز كال كې به په دغه ولايت كې د وسله والو طالبانو په ضد د خالد په نوم پوځي عمليات ترسره كړي.

نویسنده: mayar
2 وری 1398
په اروزګان كې د خالد په نوم پوځي عمليات ترسره كېږي

د اروزګان امنيتي چارواكي وايي، په نوي ۱۳۹۸يم لمريز كال كې به په دغه ولايت كې د وسله والو طالبانو په ضد د خالد په نوم پوځي عمليات ترسره كړي.
د اروزګان امنيه قوماندان ډګروال خطاب خنجري تېره ورځ وويل، د خالد په نوم پوځي عملياتو ته يې بشپړ چمتووالى نيولى دى.
د هغه په وينا، د دې عملياتو په ترڅ كې به د وسله والو طالبانو له شتونه ګڼې سيمې پاكې كړي او هغوى به سخت وځپي.
د اروزګان امنيتي چارواكي داسې مهال هلته د طالبانو د ځپلو په هدف د نوو پوځي عملياتو د ترسره كولو خبر وركوي، چې د دغه ولايت زياتې سيمې لا هم د طالبانو په ولكه كې دي.
د تېر ۱۳۹۷يم لمريز کال په لومړۍ ورځ په اروزګان كې امنيتي چارواكو د نصرت په نوم د پوځي عملياتو د پيلولو خبر وركړى و، چې له لاسته راوړنو ډك يې بولي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA