۲۰۷ ظفر قول اردو اعلان كړى، چې د ملي اردو ۸۰۰ تازه دمي سرتېري تېره ورځ فراه ته رسېدلي دي.
دغې قول اردو د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، دا سرتېري په كابل كې د ښوونيزو دورو له بشپړولو وروسته فراه ته لېږل شوي او ټاكل شوې د دې ولايت په ناامنه سيمو كې ځاى پر ځاى شي.
فراه د هېواد په لوېديځ كې له امنه ولايتونو څخه دى، چې تېر كال د امنيتي ځواكونو او وسله والو طالبانو ترمنځ د سختو جګړو شاهد و.
هلته د افغان سرتېرو كموالى له اساسي ستونزو شمېرل كېږي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ