ads

جمهور رئيس غني: د بېوزلۍ له محوه کولو پرته سوله امکان نه لري

جمهور رئيس محمد اشرف غني وايي، د سولې راتلونکې په کارموندنې او اقتصادي ودې پورې تړلې او د بېوزلۍ له محوه کولو پرته سوله امکان نه لري.

نویسنده: mayar
2 وری 1398
جمهور رئيس غني: د بېوزلۍ له محوه کولو پرته سوله امکان نه لري

جمهور رئيس محمد اشرف غني وايي، د سولې راتلونکې په کارموندنې او اقتصادي ودې پورې تړلې او د بېوزلۍ له محوه کولو پرته سوله امکان نه لري.
هغه پرون د مزار شريف د ۵۰ مېګاواټه ګازي برېښنا پروژې د بنسټ ډبرې اېښودو په مراسمو كې وويل، افغانستان د لمر، باد او ګازو د انرژۍ د توليد مهمې سرچينې په واک کې لري.
جمهور رئيس غني زياته كړه، په هره اندازه چې د انرژۍ توليد زياتېږي، تقاضا هم ډېرېږي او په وينا يې، د کرنې پراختيا د انرژۍ په توليد پورې تړلې ده.
د هېواد جمهور رئيس همدارنګه وايي، دولت د خصوصي سکټور ملاتړی او له دې سکټور سره هر ډول همکارۍ ته چمتو دی.
جمهور رئيس غني بلخ ته د خپل سفر په لړ کې د پټۍ په پرې کولو سره د دغه ولايت د مقام ودانۍ هم ګټې اخيستنې ته وسپارله.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA