ads

په هرات كې د شكر ناروغانو شمېر زيات شوى

د هرات د عامې روغتيا رياست چارواكي په دغه ولايت كې په شكر ناروغۍ د اخته كسانو د شمېر زياتېدو خبر وركوي.

نویسنده: mayar
2 وری 1398
په هرات كې د شكر ناروغانو شمېر زيات شوى

د هرات د عامې روغتيا رياست چارواكي په دغه ولايت كې په شكر ناروغۍ د اخته كسانو د شمېر زياتېدو خبر وركوي.
د هرات د عامې روغتيا رياست مرستيال اصف كبير كليد ته وويل، دوى په تېر ۱۳۹۷يم لمريز كال كې په شكر ناروغۍ ۶۳۰ اخته كسان ثبت كړي، چې ۵۰ فيصده يې له خپلې ناروغۍ بې خبره وو.
نوموړى وايي، د ۱۳۹۶يم لمريز كال په پرتله تېر كال په هرات كې د شكر ناروغانو شمېر لږ زيات و، خو ده يې ډېره شوې فيصدي څرګنده نه كړه.
د روغتيايي مسوولينو د معلوماتو پر بنسټ، دمګړۍ دوه اعشاريه اووه ميليونه افغانان شكر ناروغي لري.
د ډاكټرانو په وينا، له بېلابېلو لارو د دې ناروغۍ درملنه كېږي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA