ads

په كونړ كې پر يوه كور د غره ښويېدو له كبله اتو تنو ته مرګ ژوبله واوښته

د كونړ په مركز اسعداباد كې پر يوه كور د غره ښويېدو په پېښه كې اتو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

نویسنده: mayar
2 وری 1398
په كونړ كې پر يوه كور د غره ښويېدو له كبله اتو تنو ته مرګ ژوبله واوښته

د كونړ په مركز اسعداباد كې پر يوه كور د غره ښويېدو په پېښه كې اتو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د دغه ولايت د والي وياند عبدالغني مصمم كليد ته وويل، دا پېښه تېره شپه د اسعداباد په دوشاخېلو سيمه كې رامنځته شوې، چې له كبله يې درې ماشومان وژل شوي او پنځه كسان ټپيان دي.
ده د ټپيانو روغتيايي حالت د ډاډ وړ وباله او په وينا يې، ولايتي ادارې له زيانمنې شوې كورنۍ سره مرسته كړې ده.
بايد وويل شي، چې په هېواد كې پر روانې جګړې سربېره طبيعي پېښې هم هر كال ګڼ شمېر افغانانو ته مرګ ژوبله اړوي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA