د ملګرو ملتونو سازمان د يوه راپور په خپرولو سره اعلان كړى، چې افغانستان د غمجنو هېوادونو په كتار كې درېيم ځاى لري.
د دغه راپور پر بنسټ، چې د پنجشنبې په ورځ خپور شوى او په كې د ۱۵۶ هېوادونو د خلكو د خوښۍ كچه څېړل شوې، افغانستان ۱۵۴م مقام خپل كړى دى.
افغانستان په ۲۰۱۳م ميلادي كال كې په دې برخه كې ۱۴۱م ځاى ترلاسه كړى و، چې تراوسه تر ټولو لوړ مقام دى.
د ملګرو ملتونو سازمان په تازه راپور كې د فنلنډ خلك تر ټولو زيات خوښ ياد شوي دي.
د نړۍ د خوښۍ راپور لومړی ځل په ۲۰۱۲م ميلادي کال کې خپور شو او له هغه راهيسې هر کال يو ځل خپرېږي.
اقتصادي، روغتيايي او سياسي کارپوهان په دې اند دي، چې حکومتونه بايد د پرمختګ او ودې لپاره په خپلو پاليسيو کې د وګړو د خوښۍ کچې ته پام وکړي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


