نن د ۱۳۹۸ لمريز کال د وري مياشتې لومړۍ نېټه يا نوی کال دی او دا ورځ په افغانستان او د سيمې په يو شمېر هېوادونو کې له زرګونو کلونو راهيسې نمانځل کېږي.
نوی کال يا نوروز د ۷ هېوادونو افغانستان، ایران، اذربایجان، پاکستان، ترکیې او تاجکستان په غوښتنه د یونيسکو نړیوال سازمان له خوا د نړۍ په غیر ملموسو فرهنگي میراثونو کې کې شامل شوی.
هر کال د افغانستان د شمالي ولایت بلخ په مرکز مزار شریف کې نوی کال په خورا لویو مراسمو سره پیل کېږي.
نن به هم دغه مراسم ترسره کېږي او جمهور ريیس غني هم په هغه کې د ګډون په هدف نن سهار مزارشريف ښار ته لاړ.
د مزار شریف د نوي کال مېلې ته زرګونه افغانان د هېواد له بېلابېلو سیمو ورځي.
نوی کال يا نوروز په افغانستان کې د زرګونو کلونو مخينه لري او له دې نېټه وروسته طبيعت يو ځل بيا زرغونېږي او غرونه رغونه په بېلا بېلو ګلونو ښايسته کېږي.