ads

د کابل ښار په کارته سخي سيمه کې چاودنې شوې

د کابل ښار د درېيمې امنيتي حوزې اړوند کارته سخي سيمه کې د درنو چاودنو غږونه واورېدل شول.

نویسنده: mayar
1 وری 1398
د کابل ښار په کارته سخي سيمه کې چاودنې شوې

د کابل ښار د درېيمې امنيتي حوزې اړوند کارته سخي سيمه کې د درنو چاودنو غږونه واورېدل شول.
په سيمه کې د کليد راډیو خبريال وايي، د سهار له ۹ نيمو بجو را وروسته يې تر دې مهاله د درېيو درنو چاودنو غږونه اورېدلي دي.
سيمه د امنيتي ځواکونو له لوري کلابنده شوې او خلک د پېښې له سيمې هر لور ته تښتېدلي دي.
تر دې مهاله په دې تړاو د امنيتي ادارو له لوري په رسمي توګه څه نه دي ويل شوي او نه هم د چاودنو د نوعيت په تړاو معلومات ورکړل شوي.
هر کال د کابل ښار په کارته سخي سيمه کې د سخي زيارت جنډه په ځانګړو مراسمو پورته کېږي او نن هم ټاکل شوې وه، دغه مراسم ترسره شي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA