د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد نن او سبا د چین او روسیې د استازو سره د افغانستان د سولې د پروسې په اړه خبرې کوي.
د امریکا د بهرنيو چارو وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې زلمی خلیلزاد به نن او سبا یعنې د مارچ په ٢١ او ٢٢مه د افغانستان لپاره د روسیې له سفیر ضمیر کابلوف او د چین د سفیر ډنگ زیجن کوربتوب وکړي او د افغانستان د سولې په پروسه به ورسره وغږېږي.
په دې غونډه کې د چین او روسیې د استازو ترڅنګ د اروپايي ټولنې ځانګړی استازی رونالډ کوبيا هم ګډون کوي.
په دې ليدنو کې به د افغانستان د سولې له پروسې سره د نړیوالې ټولنې په مرستو خبرې وشي او دا چې دغه ټولې خواوې څنگه په خبرو کې د پرمختگ او د دغې اوږد مهالې جگړې د ختمولو لپاره خپله برخه رول لوبولی شي.