د ټاکنو خپلواک کمېسيون د جمهوري رياست، ولايتي شوراګانو او د غزني ولايت د ولسي جرګې ټاکنې دوه مياشتې نورې وځنډولې.
د نوې نېټې له مخې د ټاکنو خپلواک کمېسيون د جمهوري رياست، ولایتي شوراګانو او د غزني ولایت د ولسي جرګې ټاکنې له پخوانۍ اعلان شوې نېټې کابو دوه مياشتې وروسته ترسره کوي.
د دې کمېسیون مشرې حوا علم نورستانۍ تېر ماښام په کابل کې خبري ناستې ته وويل چې د ټاکنو قانون د احکامو د عملي کولو په هدف به د جمهوري رياست، ولايتي شوراګانو او د غزني د ولسي جرګې ټاکنې د روان کال د تلې په ۶مه ترسره شي.
تر دې وړاندې دې ټاکنو ته د چنګاښ ۲۹مه نېټه په پام کې نيول شوې وه.