د افغانستان د ملي امنیت شورا دفتر د رويټرز خبري اژانس د هغه راپور په وړاندې په یوه ټویټ کې غبرګون ښودلی چې پهکې راغلي، د امریکا متحده ایالاتو د افغانستان د ملي امنیت له سلاکار حمدالله محب سره خپلې اړیکې پرې کړې دي.
پهدې ټویټ کې د راپور اصلي اختلافاتو ته اشاره نهده شوې، خو د دغې شورا ویاند طارق ارین یوازې دومره لیکلي چې د افغانستان د ملي امنیت شورا په مالي لحاظ خودکفا ده.
له دې وړاندې روېټرز د یو شمېر امریکايي چارواکو له قوله راپور ورکړی چې د امریکا یوه جګپوړي ډيپلومات جمهور رييس محمد اشرف غني ته ویلي چې امریکايي چارواکي له دې وروسته له ښاغلي محب سره اړیکې ختموي.
د روېټرز په راپور کې د سرچینې په حواله دا هم راغلي چې په سیاسي چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ډېوېډ هېل له جمهور ريیس محمد اشرف غني سره پر ټیلیفون خبرې کړي او ورته ویلي یې دي چې محب له دې وروسته واشنګټن ته نهشي تللی.
د روېټرز په راپور کې راغلي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ښاغلي محب دفتر ته مالي مرسته ورکوي.
دا هماغه جمله ده چې د افغانستان د ملي امنیت شورا پرې غبرګون ښودلی دی، خو پهدې راپور کې نورې څرګندونې نه رد شوې او نه هم تأييد شوې.


