ads

په لغمان كې اوو وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله واوښته

د لغمان ولايتي چارواكي وايي، د دې ولايت په الينګار ولسوالۍ كې د ملي اردو په مشرۍ د ګډو افغان ځواكونو د روانو عملياتو په تېرو ۲۴ ساعتونو كې اوو وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

نویسنده: mayar
28 کب 1397
په لغمان كې اوو وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله واوښته

د لغمان ولايتي چارواكي وايي، د دې ولايت په الينګار ولسوالۍ كې د ملي اردو په مشرۍ د ګډو افغان ځواكونو د روانو عملياتو په تېرو ۲۴ ساعتونو كې اوو وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د والي وياند اسدالله دولتزي نن کليد ته وويل، د دغو عملياتو په مهال د مسيح الله او ملنګي په نومونو دوه طالبان وژل شوي او پنځه تنه نور ټپيان دي.
نوموړي زياته كړه، د يادو عملياتو په ترڅ كې د الينګار ولسوالۍ لسګونه كلي د طالبانو له شتونه پاك شوي او امنيتي ځواكونو يو شمېر وسلې هم ترلاسه كړې دي.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې تړاو رسنيو ته څه نه دي ويلي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA