ads

پاكستاني ځواكونو څلورو هندي سرتېرو ته مرګ ژوبله اړولې

د هند پوځ وايي، په لانجمنه سيمه كشمير كې د پاكستان د سرحدي ځواكونو په ډزو يو هندى سرتېرى وژل شوى او درې نور ټپيان شوي دي.

نویسنده: mayar
28 کب 1397
پاكستاني ځواكونو څلورو هندي سرتېرو ته مرګ ژوبله اړولې

د هند پوځ وايي، په لانجمنه سيمه كشمير كې د پاكستان د سرحدي ځواكونو په ډزو يو هندى سرتېرى وژل شوى او درې نور ټپيان شوي دي.
دا پېښه پرون كنټرول كرښې ته نېږدې د راجوري سيمې په سونديرباني ناحيه كې رامنځته شوې ده.
د هند پوځي چارواكو ويلي، هندي ځواكونو متقابل ځواب وركړ او د دواړو لورو ترمنځ جګړې شاوخوا دوه ساعته دوام درلود.
تېره ميلادي مياشت د هند تر كنټرول لاندې كشمير كې پر هندي ځواكونو تر ځانمرګي بريد وروسته، چې له كبله يې لسګونو هندي سرتېرو ته مرګ ژوبله واوښته او مسووليت په پاكستان كې مېشتې جيش محمد ډلې ومانه، د اسلام اباد او نوي ډيلي ترمنځ كړكېچ لا زيات شو.
بايد وويل شي، چې په كشمېر كې د پاكستان او هند ترمنځ شوى اوربند دواړو خواوو څو وارې نقض كړى دى.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA