د ټاكنو خپلواك كمېسيون د غور، بادغيس، هرات، بلخ او پكتيكا ولايتونو او د اهل هنودو حوزې د ولسي جرګې ټاكنو وروستۍ پايلې اعلان كړې.
د دغه كمېسيون رئيسې حوا علم نورستانۍ نن په يوه خبري غونډه كې وويل، د وروستيو پايلو له مخې د اهل هنودو په حوزه كې نرېندر سينګ خالصه د ۳۰۳ رايو په ګټلو سره ولسي جرګې ته لار موندلې ده.
د نوموړې په خبره، د غور د برياليو كانديدانو له منځه محمد ابراهيم ملكزاده، چې څه موده وړاندې د ګاز نيونې له كبله ومړ، په دې ولايت كې تر ټولو زياتې رايې ترلاسه كړې دي.
تر دې دمه د ۲۳ ولايتونو او د اهل هنودو حوزې د ولسي جرګې ټاكنو وروستۍ پايلې اعلان شوي او د ټاكنو خپلواك كمېسيون وايي، د پاتې ولايتونو وروستۍ پايلې به هم ژر له خلكو سره شريكې كړي.