ads

د سالنګ لويه لار د ټرافيكو پر مخ بنده ده

د واورې ورېدنې له كبله د سالنګ لويه لار د تېرې شپې له اووه بجو او ۳۰ دقيقو راهيسې د ټرافيكو پر مخ بنده ده.

نویسنده: mayar
28 کب 1397
د سالنګ لويه لار د ټرافيكو پر مخ بنده ده

د واورې ورېدنې له كبله د سالنګ لويه لار د تېرې شپې له اووه بجو او ۳۰ دقيقو راهيسې د ټرافيكو پر مخ بنده ده.
د سالنګونو د ساتنې او څارنې مسوول عبدالبصير حبيبي نن سهار كليد ته وويل، له وړمې شپې را په دې خوا په سالنګونو كې له طوفان سره مل واوره ورېدنه دوام لري، خو دمګړۍ طوفان ورو دى، مګر واوره لا هم ورېږي.
هغه وايي، كار كوونكو يې په شمالي سالنګ كې د واورې پاكولو كار پيل كړى او هڅه كوي ژر لار بېرته د ټرافيكو پر مخ پرانېزي.
دا څووم ځل دى، چې په روان ژمي كې د سالنګ لويه لار د ټرافيكو پر مخ تړل كېږي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA