ads

د انتقالي عدالت د همغږۍ ډله: د سولې بهير دې د جګړې له قربانيانو سره په همغږۍ مخته يووړل شي

د انتقالي عدالت د همغږۍ ډله د ملي يووالي له حكومت څخه غواړي، چې د سولې بهير دې د جګړې له قربانيانو سره په همغږۍ مخته يوسي.

نویسنده: mayar
28 کب 1397
د انتقالي عدالت د همغږۍ ډله: د سولې بهير دې د جګړې له قربانيانو سره په همغږۍ مخته يووړل شي

د انتقالي عدالت د همغږۍ ډله د ملي يووالي له حكومت څخه غواړي، چې د سولې بهير دې د جګړې له قربانيانو سره په همغږۍ مخته يوسي.
دې ډلې نن د يوې خبري ناستې په ترڅ كې له حكومت څخه غوښتنه كړه، چې د سولې په بهير كې د تېرو ۱۸ كلونو د جګړې له قربانيانو سره مشورې وكړي او د هغوى په حق كې بايد عدالت پلى شي.
د دغې ډلې غړي محمد اشرف بختياري پر افغان حكومت سربېره په افغانستان كې د ملګرو ملتونو له استازولۍ يا يوناما هم وغوښتل، چې د سولې پروسه وڅاري او د افغانستان له نړيوالو ملاتړو يې هم غوښتنه وكړه، چې په سوله كې د معاملو مخه ونيسي.
د انتقالي عدالت د همغږۍ ډلې په ورته وخت كې وويل، د تېرو ۱۸ كلونو په ترڅ كې په جګړو كې ښكېلو ټولو لورو جنګي جرمونه كړي او بايد ترې پوښتنه وشي.
په داسې حال كې، چې امريكا په افغانستان كې د جرمونو د نړيوالې محكمې له څېړنو سره مخالفت څرګند كړى، خو د انتقالي عدالت د همغږۍ ډلې غړې حوريه مصدق وايي، هر هغه څوك، چې جنايت يې كړى، كه په هر لوري پورې تړاو لري، بايد محاكمه او عدالت پلى شي.
په همدې حال كې دوه تنه د قربانيانو خپلوان حسين رضايي او ياسر قباديان هم د جګړې د قربانيانو لپاره عدالت غواړي.
د انتقالي عدالت د همغږۍ ډله په داسې حال كې د جګړې د قربانیانو لپاره د عدالت غوښتنه كوي، چې له دې وړاندې هم په هېواد كې د ترسيم منازعې تر نوم لاندې د بشري حقونو خپلواك كمېسيون لخوا د جنګي جنايتونو او جنګي مجرمينو راپور چمتو شو، چې د ولس او عدالت غوښتونكو ډلو له غوښتنو سره سره بيا هم نه د حامد كرزي په مشرۍ حكومت او نه هم د ملي يووالي حكومت په دې وتوانېدل، چې یاد راپور خپور كړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA