د تركيې د كورنيو چارو وزارت د كردستان د كارګرانو ګوند يا PKK په ضد د انقرې او تهران د ګډو پوځي عملياتو د ترسره كېدو خبر وركوي.
د تركيې د كورنيو چارو وزير سليمان سويلو ويلي، دا عمليات پرون د دغه هېواد په ختيځه پوله كې ترسره شوي دي.
هغه په دې اړه نور جزيات نه دي وركړي.
خو د ايران حكومت له انقرې سره په ګډه د كردستان د كارګرانو ګوند په ضد د پوځي عملياتو ترسره كېدل رد كړي دي.
دا په داسې حال كې ده، چې تركيې په وروستيو كلونو كې د ياد ګوند خلاف له ايران سره خپلې اړيكې پياوړې كړې دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ