په هرات كې سېلابونو لږ تر لږه ۱۰ تنه وژلي

په هرات كې تېره ورځ راوتلو سېلابونو د ښځو او ماشومانو په ګډون لږ تر لږه ۱۰ تنه وژلي دي.
د دې ولايت د والي وياند جيلاني فرهاد كليد ته وويل، د سېلابونو له كبله په غوريان، كوه زور، زنده جان او رباط سنګي ولسواليو كې د څلورو ښځو او درېيو ماشومانو په ګډون لږ تر لږه ۱۰ تنه وژل شوي دي.