ads

په هالنډ كې وسله وال بريد كوونكى نيول شوى

د هالنډ پوليسو هغه وسله وال بريد كوونكى نيولى، چې د دې هېواد په اوترېخت ښار كې يې د دوشنبې په ورځ اتو تنو ته مرګ ژوبله واړوله.

نویسنده: mayar
28 کب 1397
په هالنډ كې وسله وال بريد كوونكى نيول شوى

د هالنډ پوليسو هغه وسله وال بريد كوونكى نيولى، چې د دې هېواد په اوترېخت ښار كې يې د دوشنبې په ورځ اتو تنو ته مرګ ژوبله واړوله.
د هالنډ پوليس چارواكو ويلي، دا بريد كوونكى ګوكمن تنش نومېږي، ۳۷ كلن او تركى وګړى دى.
دغه كس پرون په اوترېخت ښار كې په ډزو درې تنه ووژل او پنځه نور يې ژوبل كړل.
د تركيې اناتوليا خبري اژانس د ياد كس د خپلوانو له قوله راپور وركړى، تنش د كورنيو ستونزو له كبله غوښتل د خپلې كورنۍ يو غړى وولي، خو مرمۍ پر هغو كسانو لګېدلي، چې غوښتل يې په نښه شوى كس وژغوري.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA