د افغانستان د رڼو ټاكنو بنسټ يا ټيفا وايي، د ټاكنو خپلواك كمېسيون نوو كمېشنرانو ورڅخه كېدونكې هيلې نه دي پوره كړې او ډېرى يې په تخنيكي كارونو كې كافي ظرفيت نه لري.
د ټيفا رئيس محمد نعيم ايوب زاده نن يوې خبري غونډې ته وويل، د كمېشنرانو په منځګړيتوب د ټاكنو په خپلواك كمېسيون كې په فساد كې د ښكېلو كار كوونكو شتون، د دغه كمېسيون په كارونو كې د حكومتي مسوولينو او ځينو سياستوالو مداخله، د پاكو او ناپاكو رايو د جلا كولو لپاره د نوي مېكانيزم نه شتون او د كمېشنرانو ترمنځ نه همغږي او تفاهم هغه ستونزې دي، چې د رڼو ټاكنو ضمانت نه شي كولى.
ده ټينګار وكړ، چې د ټاكنو خپلواك كمېسيون دې د جمهوري رياست او نورو ټاكنو نوى مهالوېش ژر تر ژره اعلان كړي.
ايوب زاده زياته كړه، داسې اسناد په لاس كې لري، چې ښيي د پېرودل شوو ۲۲ زرو بايومټريك دستګاوو له جملې څخه د ۵۰۰۰ دستګاوو برخليك نامعلوم دى.
د نوموړي په وينا، اوسمهال يوازې ۱۷ زره بايومټريك دستګاوې موجودې دي.
د ټاكنو خپلواك كمېسيون بيا وايي، ښايي ځينې بايومټريك دستګاوې وركې شوې وي، خو شمېر يې دومره زيات نه دى او په دې اړه څېړنې كوي.


