تركيې او ايران د كردستان د كارګرانو ګوند په ضد ګډ پوځي عمليات كړي

د تركيې د كورنيو چارو وزارت د كردستان د كارګرانو ګوند يا PKK په ضد د انقرې او تهران د ګډو پوځي عملياتو د ترسره كېدو خبر وركوي.
د تركيې د كورنيو چارو وزير سليمان سويلو ويلي، دا عمليات پرون د دغه هېواد په ختيځه پوله كې ترسره شوي دي.