د امريکا د بهرنو چارو وزير مايک پمپيو وايي، د دغه هېواد جمهور رئيس ډونالډ ټرمپ غواړي د افغانستان اوږده جګړه پاى ته ورسوي او د دې ستونزې پر داسې حل ټينګار كوي، چې د متحدو ايالتونو په ضد د ترهګرۍ ګواښونه ختم شي.
نوموړي په يوه مركه كې د افغانستان د سولې بهير په تړاو ويلي، دوى په ياد هېواد كې د يوې سياسي هوكړې لپاره كار كوي.
پمپيو زياته كړې، د امريكا او طالبانو د استازو ترمنځ په مذاكراتو كې پرمختګ شوى او اوس دوى غواړي طالب استازي له افغان حكومت سره مخامخ خبرې وكړي.
د هغه په وينا، پاكستان اړ دى، چې په خپله خاوره كې د ترهګرو خوندي پټنځايونه له منځه يوسي.
دا په داسې حال كې ده، چې تېره اونۍ په قطر كې د طالبانو او امريكا ترمنځ د افغان سولې په اړه د خبرو پنځم پړاو پاى ته ورسېد او دواړو لورو په دغو مذاكراتو كې د پرمختګ خبر وركړ.


