نامعلومو كسانو تېر ماښام د ننګرهار د كامې ولسوالۍ شېرګړ لېسې ته لاسي بم غورځولى دى.
د کامې سرپرست ولسوال نور محمد نور کليد ته وويل، نامعلومو كسانو پر شېرګړ لېسې هغه وخت د لاسي بم بريد كړى، چې د دې لېسې ملازم د ډوډۍ خوړلو لپاره كور ته تللى و.
د هغه په وينا، چاودنه مرګ ژوبله نه لري، خو د لېسې ودانۍ يې زيانمنه كړې ده.
د پېښې مسووليت تر دا مهاله كومې وسله والې ډلې نه دى منلى.
د يادونې وړ ده، چې وړاندې هم د ننګرهار د بېلابېلو سيمو پر ښوونځيو بريدونه شوي او له كبله يې اداري اسناد او نور توكي سوځېدلي دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ