ads

دانش: د سولې په خبرو كې دې د بيان ازادۍ ساتنه تضمين شي

د جمهور رئيس دوهم مرستيال سرور دانش د سولې په خبرو كې له ټولو ښكېلو اړخونو غواړي، چې د بيان ازادۍ ساتنه تضمين كړي.

نویسنده: mayar
27 کب 1397
دانش: د سولې په خبرو كې دې د بيان ازادۍ ساتنه تضمين شي

د جمهور رئيس دوهم مرستيال سرور دانش د سولې په خبرو كې له ټولو ښكېلو اړخونو غواړي، چې د بيان ازادۍ ساتنه تضمين كړي.
ده نن د خبريال د ملي ورځې نمانځغونډې ته وويل، سوله ملي او حياتي موضوع ده او ټول افغانان د سولې د روان بهير ملاتړ كوي، خو د بيان ازادي هم د افغانستان خلكو ته زيات اهميت لري.
د دانش په وينا، د بيان ازادۍ په نه شتون كې پر ټولنې جګړه او تاوتريخوالى حاكم كېږي.
د ملي يووالي حكومت كابينې نېږدې دوه اونۍ وړاندې د كب مياشتې ۲۷مه نېټه د خبريال د ملي ورځې په نوم ونوموله او دا ورځ به هر كال په ټول هېواد كې نمانځل كېږي.
افغانستان د خبريالانو لپاره يو له خطرناكو هېوادونو څخه دى او يوازې په روانه كب مياشت كې په هلمند او خوست ولايتونو كې پر دوو افغان خبريالانو بريدونه وشول، چې يوه يې د سختو ټپونو له كبله ساه وركړه.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA