ads

جمهور رئيس غني خصوصي سكټور په هېواد كې د بانكي بحران په رامنځته كولو تورن كړ

جمهور رئيس محمد اشرف غني وايي، بانكي بحران دولت نه، بلكې خصوصي سكټور رامنځته كړى او سوء استفاده سبب شوې، چې په هېواد كې بانكونه كمزوري شي.

نویسنده: mayar
27 کب 1397
جمهور رئيس غني خصوصي سكټور په هېواد كې د بانكي بحران په رامنځته كولو تورن كړ

جمهور رئيس محمد اشرف غني وايي، بانكي بحران دولت نه، بلكې خصوصي سكټور رامنځته كړى او سوء استفاده سبب شوې، چې په هېواد كې بانكونه كمزوري شي.
هغه متحده عربي اماراتو ته د سفر په مهال تېر ماښام هلته مېشتو افغان سوداګرو ته په وينا كې وويل، اړتيا ده په دې برخه كې يوه نړيواله معتبره كمپنۍ څېړنه وكړي او د ماليې سرپرست وزير ته يې لارښوونه وكړه، چې د دا ډول كمپنۍ د استخدام پر مېكانيزم كار وكړي.
جمهور رئيس غني افغان سوداګرو ته ډاډ وركړ، چې په كابل كې به ژر امنيتي ګواښونه له منځه يووړل شي او په خبره يې، د ملي دفاع او كورنيو چارو وزارتونو ته يې امر كړى، چې په راتلونكو درېيو مياشتو كې د كابل ټول نامسوول وسله وال بې وسلې كړي.
د هېواد جمهور رئيس همدارنګه په متحده عربي اماراتو كې له مېشتو افغان سوداګرو وغوښتل، چې په نړيوالو بازارونو په ځانګړې توګه د اماراتو په بازارونو كې د افغانستان د محصولاتو لپاره له رامنځته شوو فرصتونو په ګټې اخيستنې پانګونه وكړي او د صادراتو لپاره واضح هدف وټاكي.
د نوموړي په وينا، د كانونو قانون په بنسټيزه توګه بدلون كړى او په هېواد كې د كانونو په سكټور كې هم د پانګونې لپاره ښه زمينه برابره شوې ده.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA