ads

افغانستان د كركټ په ټېسټ لوبه كې ايرلنډ ته ماتې وركړه

د افغانستان د كركټ ملي لوبډلې نن د ايرلنډ د كركټ ملي لوبډلې ته په يوازينۍ ټېسټ يا پنځه ورځنۍ لوبه كې په اوو وېكټو ماتې وركړه او په دغه فارمټ لوبو كې يې لومړۍ تاريخي بريا خپله كړه.

نویسنده: mayar
27 کب 1397
افغانستان د كركټ په ټېسټ لوبه كې ايرلنډ ته ماتې وركړه

د افغانستان د كركټ ملي لوبډلې نن د ايرلنډ د كركټ ملي لوبډلې ته په يوازينۍ ټېسټ يا پنځه ورځنۍ لوبه كې په اوو وېكټو ماتې وركړه او په دغه فارمټ لوبو كې يې لومړۍ تاريخي بريا خپله كړه.
دا لوبه، چې پچه يې د ايرلنډ لوبډلې لوبډلمشر وګټله او د توپوهنې پرېكړه يې وكړه، د افغانستان په كوربه توب د هند د دهرادون ښار په راجيو ګاندي لوبغالي كې ترسره شوه.
د ايرلنډ لوبډلې په لومړۍ پاڼۍ كې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۱۷۲ منډې وكړې، خو افغان لوبډلې په لومړۍ پاڼۍ كې د ټولو لوبغاړو په له لاسه وركولو ۳۱۴ منډې وكړې.
د ايرلنډ د كركټ ملي لوبډله په دوهمه پاڼۍ كې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو وتوانېده ۲۸۸ منډې وكړي، خو د افغانستان لوبډلې وركړل شوى هدف د لوبې په څلورمه ورځ په ۴۷ اعشاريه پنځه اورونو كې د درېيو لوبغاړو په له لاسه وركولو پوره كړ او لوبه يې وګټله.
تر دې مخكې د دواړو لوبډلو ترمنځ د پنځو يو ورځنيو لوبو لړۍ ۲-۲ مساوي شوې او يوه لوبه يې د باران له كبله بې پايلې پاى ته رسېدلې وه.
خو د درېيو ۲۰ اوريزو لوبو لړۍ هم افغانستان له ايرلنډ څخه ۳-۰ ګټلې وه.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA