ads

په پروان كې يوه امريكايي بې پيلوټه الوتكه لوېدلې

د امريکا يوه بې ‌پيلوټه الوتکه د پروان په بګرام ولسوالۍ کې لوېدلې ده.
د پروان د والي ويانده وحيده شهكار وايي، دا بې ‌پيلوټه الوتکه د يکشنبې په ورځ له غرمې وروسته دوه بجې او ۴۵ دقيقې د بګرام ولسوالۍ په باريک اب سيمه كې د تخنيكي ستونزې له كبله نسکوره شوې ده.

نویسنده: mayar
27 کب 1397

نوموړې كليد ته وويل، په دې پېښه کې چا ته زيان نه ‌دى اوښتى.
په افغانستان کې مېشتو امريکايي ځواکونو د دې بې ‌پيلوټه الوتکې د لوېدو خبر تاييد کړى او ويلي يې دي، د پېښې په اړه څېړنې کوي.
خو وسله والو طالبانو ادعا كړې، چې دغه الوتكه دوى را غورځولې ده.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA