په هېواد كې د نيالګيو كېنولو پسرلنى ملي كمپاين پيل شو

د نيالګيو كېنولو پسرلنى ملي كمپاين نن د سولې او سمسورتيا تر شعار لاندې پيل شو، چې په ترڅ كې به يې په هېواد كې له ۲۰ ميليونه ډېر نيالګي كېنول شي.