د نيالګيو كېنولو پسرلنى ملي كمپاين نن د سولې او سمسورتيا تر شعار لاندې پيل شو، چې په ترڅ كې به يې په هېواد كې له ۲۰ ميليونه ډېر نيالګي كېنول شي.
د كرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزير نصير احمد دراني د ياد كمپاين د پيل په مهال وويل، له دې كمپاين څخه يې هدف د ژوندانه د چاپېريال په ساتنې، د هوا په پاكوالي، د نيالګيو په كېنولو او د چاپېريال په ښايسته كولو كې ونډې اخيستو ته د خلكو هڅول دي.
د يادونې وړ ده، چې هر كال د بېلابېلو ادارو لخوا په هېواد كې ګڼ شمېر نيالګي كېنول كېږي، خو ډېرى يې د اوبو نه رسېدو، د څارويو له لوري ورته د زيان رسولو او د خلكو د نه همكارۍ له كبله وچېږي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


