ads

عبدالله: د بيان ازادي معامله نه منونكې ده

د ملي يووالي حكومت اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله وايي، د بيان ازادي او ډيموكراټيكې رسنۍ د افغانستان د خلكو د ۱۸ كلونو د لويو لاسته راوړنو برخه او معامله نه منونكې دي.

نویسنده: mayar
27 کب 1397
عبدالله: د بيان ازادي معامله نه منونكې ده

د ملي يووالي حكومت اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله وايي، د بيان ازادي او ډيموكراټيكې رسنۍ د افغانستان د خلكو د ۱۸ كلونو د لويو لاسته راوړنو برخه او معامله نه منونكې دي.
هغه دا خبره نن په هېواد كې د نيالګيو كېنولو د پسرلني ملي كمپاين د پيل په مراسمو كې وكړه.
بل پلو عبدالله د خبريال د ملي ورځې په مناسبت په خپل خپاره كړي پيغام كې ويلي، حكومت په هېواد كې د رسنيو او بيان ازادۍ دفاع او ساتنې ته ژمن دى.
اجرائيه رئيس زياته كړې، د هېواد د تاريخي ارزښتونو او ملي ګټو په ساتنه كې د خبريالانو او ازادو رسنيو رول د افغان امنيتي او دفاعي ځواكونو له روله كم نه دى.
د ده په وينا، په تېرو څو كلونو كې لسګونو خبريالانو د ترهګرو په ځانمرګو او وسله والو بريدونو كې خپل ژوند له لاسه وركړى، خو ترهګريزو بريدونو هېڅكله د رسنيو پر فعاليت او انګېزې اغېز نه دى كړى.
د عبدالله په خبره، د ملي يووالي حكومت د خبريالانو او د رسنيو د كار كوونكو د ورځې او شپې د زحمتونو او هڅو په درك كولو او په هېواد كې د رسنيزې ټولنې د پام وړ پرمختګونو او لاسته راوړلو په ستايلو سره د خبريال ملي ورځ په جنترۍ كې داخله كړه.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA