جمهور رئيس محمد اشرف غني د يوه لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشرۍ نن سهار په رسمي سفر د متحده عربي اماراتو پايتخت ابوظبۍ ته لاړ.
د ارګ د خبرپاڼې پر بنسټ، د هېواد جمهور رئيس به په دې سفر کې د ابوظبۍ له امير او وليعهد شېخ محمد بن زايد آل نهيان سره وويني.
سرچينه وايي، د ګډې اعلاميې پر خپرولو سربېره به د جمهور رئيس غني او د ابوظبۍ د امير او وليعهد شېخ محمد بن زايد آل نهيان په حضور کې د افغانستان او متحده عربي اماراتو اړوند مسوولين په فرهنګي، پوهنې، ورزش، کانونو، انرژۍ او کرنې برخو کې د همکارۍ شپږ هوكړه ليكونه لاسليک کړي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ