د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت د پاكستان د لومړي وزير عمران خان د وروستيو څرګندونو په غبرګون كې په كابل كې د دغه هېواد د سفارت مستشار احضار كړ.
عمران خان وړمه ورځ افغان پولې ته څېرمه د قبايلي سيمې باجوړ اوسېدونكو ته د وينا په مهال په افغانستان كې د يوه نوي حكومت د جوړېدو خبر وركړ او ويې ويل، يو ښه حكومت به، چې د ټولو افغانانو استازيتوب وكړي، جوړ شي.
د بهرنيو چارو وزارت له لوري تېر ماښام په خپره شوې خبرپاڼه كې راغلي، دا وزارت په كابل كې د پاكستان د سفارت له مستشار څخه په نېږدې راتلونکې کې په افغانستان كې د نوي حکومت د جوړېدو په اړه د عمران خان د څرګندونو په باب د وضاحت غوښتونکى شو.
د خبرپاڼې له مخې، د افغانستان دولت خپل سخت اعتراض د پاکستان دولت ته څرګند کړ او يادې څرګندونې يې په خپلو کورنيو چارو کې ښکاره لاسوهنه وبلله.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ