ads

په كابل كې د ملا ضعيف کور کلابند شوی

راپورونه وايي، امنيتي ځواكونو له تېرې شپې راهيسې د كابل په بګرامي ولسوالۍ كې د ملا عبدالسلام ضعيف كور كلابند كړى دى.

نویسنده: mayar
26 کب 1397
په كابل كې د ملا ضعيف کور کلابند شوی

راپورونه وايي، امنيتي ځواكونو له تېرې شپې راهيسې د كابل په بګرامي ولسوالۍ كې د ملا عبدالسلام ضعيف كور كلابند كړى دى.
د هغه د كور د كلابندۍ علت تراوسه څرګند نه دى.
ملا ضعيف د سولې په بهير كې دخيله څېره پېژندل كېږي او د مسكو د غونډې له ګډونوالو څخه دى.
نوموړى د طالبانو د واكمنۍ په مهال په اسلام اباد كې د دې ډلې سفير و او بيا پاكستان امريكا ته تسليم كړ او څو كاله په ګوانتنامو زندان كې بندي و.
له ياد زندانه تر خوشې كېدو وروسته ملا ضعيف كابل ته راغى او عادي ژوند يې پيل كړ، خو سياسي فعاليتونو يې دوام درلود.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA