ads

په انډونيزيا کې د سېلاب راوتو ۴۲ تنه ووژل

د انډونيزيا په ختيځ کې د سېلاب راوتو له کبله ۴۲ تنه وژل شوي دي.

نویسنده: mayar
26 کب 1397
په انډونيزيا کې د سېلاب راوتو ۴۲ تنه ووژل

د انډونيزيا په ختيځ کې د سېلاب راوتو له کبله ۴۲ تنه وژل شوي دي.
د راپورونو له مخې، دغه سېلابونه د انډونيزيا په پاپوا ولايت کې راوتلي دي.
د رويټرز خبري اژانس د راپور پر بنسټ، په دې پېښه کې ۲۱ نور ټپيان شوي هم دي.
دغه راز سېلابونو نهه کورونه او دوه پلونه تخريب کړي دي.
حکومت ويلي، د ژغورنې ډلې يې سيمې ته استولې دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA