څو تنو وسله والو د نايجيريا په شمال کې پر يوه کلي بريد کړی او نهه تنه يې وژلي دي.
دغه بريد په کادونا ولايت کې ترسره شوی دى.
د دې ولايت والي نصير احمد الرفاعي ويلي، په وژل شوو کې ماشومان هم شامل دي.
د هغه په خبره، وسله والو ګڼو کورونو ته اور هم ورته کړی دی.
د نايجيريا په کادونا ولايت کې مسلمانان او مسيحيان دواړه ژوند کوي او ډېری وخت د مالچرونو او ځمکې پر سر سره نښلي.


