ads

په هلمند كې د موټر بم چاودنې مخنيوى وشو

امنيتي سرتېرو په هلمند كې د موټر بم چاودنې مخنيوى كړى دى.
د كورنيو چارو وزارت نن په يوه خبرپاڼه كې ويلي، ګډو افغان ځواكونو د هلمند په ګرشك ولسوالۍ كې د عملياتو په مهال د وسله والو طالبانو له لوري جوړ شوى موټر بم كشف او شنډ كړ.

نویسنده: mayar
25 کب 1397

په خبرپاڼه كې راغلي، طالبانو غوښتل ياد موټر بم ته د لښكرګاه ښار په مربوطاتو كې چاودنه وركړي، خو هدف ته له رسېدو وړاندې كشف او شنډ شو.
د سرچينې په وينا، د ګډو امنيتي سرتېرو په دغو عملياتو كې د مشهور قوماندان ملا جمعه ګل په ګډون اووه طالبان وژل شوي دي.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA