د نيوزيلنډ پر دوو جوماتونو په وسله والو بريدونو كې د داود نبي په نوم يو ۷۱ كلن افغان وژل شوى او درې نور ژوبل دي.
په کرايسټ چرچ ښار کې پرون په دوو جوماتونو کې پر خلکو، چې د جمعې لمانځه د ادا کولو لپاره ورغلي وو، بريدونه وشول.
د داود نبي زوى عمر نبي د نيوزيلنډ رسنيو ته ويلي، پلار يې له ګڼو کډوالو سره مرسته کړې وه، چې په ياد هېواد كې نوى ژوند پيل کړي
نوموړي زياته كړې، پلار يې جومات جوړ کړى و او په کرايسټ چرچ ښار کې د افغانانو د ټولنې مشر و.
د راپورونو له مخې، د نيوزيلنډ پر دوو جوماتونو د تېرې ورځې په وسله والو بريدونو كې ۴۹ تنه وژل شوي او لسګونه نور ټپيان دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ