په كابل ښار كې د چسپكي ماين چاودنې درېيو تنو ته مرګ ژوبله واړوله.
د كابل امنيه قوماندانۍ وياند بصير مجاهد كليد ته وويل، دا چاودنه نن سهار شاوخوا اته بجې او ۱۵ دقيقې د كابل ښار د درېيمې ناحيې اړوند د كوټه سنګي تر پله لاندې پر يوه شخصي كرولا ډوله موټر شوې ده.
د نوموړي په خبره، د چاودنې له كبله د دغه موټر چلوونكى وژل شوى او دوه تنه نور سرسري ټپيان شوي دي.
د پېښې مسووليت تر دا مهاله چا پر غاړه نه دى اخيستى.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ