په خوست کې د ژمن په نوم د يوه خصوصي ټلويزيون خبريال او ممثل سلطان محمود خيرخواه د سختو ټپونو له كبله په روغتون كې ساه وركړه.
نوموړى پرون غرمه مهال د نامعلومو موټرسايکل سپرو کسانو له لوري د تومانچې په ډزو ټپي شوى و.
پېښه د خوست ښار په لوېديځ کې د خوست او ګردېز پر لويه لار رامنځته شوې وه.
د يادونې وړ ده، چې د تېرې سې شنبې په ورځ د هلمند په مركز لښكرګاه ښار كې د چسپكي ماين چاودنې د سباوون په نوم د شخصي راډيو ټلويزيون خبريال نثار احمد احمدي ټپي كړ.
د دواړو پېښو مسووليت تراوسه چا نه دى منلى.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ