ads

په بادغيس كې سرحدي سرتېري له خپلو پوستو په شا شوي

د بادغيس د بالامرغاب ولسوالۍ په موري چاق سيمه كې د سرحدي ځواكونو پر پوستو د وسله والو طالبانو د بريد له كبله لسګونو سرحدي سرتېرو خپلې پوستې پرېښې دي.

نویسنده: mayar
25 کب 1397
په بادغيس كې سرحدي سرتېري له خپلو پوستو په شا شوي

د بادغيس د بالامرغاب ولسوالۍ په موري چاق سيمه كې د سرحدي ځواكونو پر پوستو د وسله والو طالبانو د بريد له كبله لسګونو سرحدي سرتېرو خپلې پوستې پرېښې دي.
د دې ولايت د والي وياند جمشېد شهابي كليد ته وويل، نېږدې ۱۰۰ سرحدي سرتېري د امنيتي مسوولينو په لارښوونې له خپلو پوستو په شا شوي، د تركمنستان پولې ته تللي او يا هم د ملي اردو په پوستو كې ځاى پر ځاى شوي دي.
د شهابي په خبره، د طالبانو د ځپلو په هدف موري چاق سيمې ته نور افغان سرتېري لېږل شوي دي.
وسله والو طالبانو بيا هلته د افغان ځواكونو د درېيو كنډكونو، يوه لوى نظامي مركز او ۱۵ پوستو د نيولو او ورته د ۳۰ امنيتي سرتېرو د تسليمېدو ادعا كړې ده.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA